امریکايي پوځیان داسي جنایتونه کوي چې سره پوځ نه وه کړي
سلام خان سلام خان

 

 

ترهرځه لمړی دامریکایی عسکر وحشی صفته عمل او جنایت کارانه عمل په کلکه توګه غندم او دپنجوایی دولسوالی وهغو کورنیو ته چی ددغه وحشیانه عمل قربانی شوی دی  دځښتن تعاله ځخه ورته دفردوس جنت هیله  او دوستانو ته یی صبر جمیل ارزو لرم،د ملکي خلکو تلفات د ډیروخت راهیسې د کابل او واشنگتن ترمنځ د تاوتریخوالی یوه غټه وجه ده،دتیری يکشنبې په سهار وختي په کندهار کې د يوه امريکايي پوځي له لوري د ملکيانو وژنې، له افغانستان سره د امريکا اړيکې د خرابېدو له خطر سره نوره هم مخامخ کړي دي او حتي کېدای شي؛ چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ژر وتلو د غوښتنې سبب شي،په کندهار کې د امریکايي پوځي د جنایت له کبله افغانان سخت پارېدلي دي او ګڼو رسنیو اټکل کړی چې ممکن د پنجوايي پېښه له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د وتلو نېټه رامخکې کړي،د امريکايي چارواکو په وينا، هغه عسکر، چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد کلي کې يې پر ملکيانو ډزې وکړې، بريدګي يا ټيټ رتبه پوځي و، واده يې کړی او د څو اولادونو پلار دي،ده درې ځلې په عراق کې د امريکا په پوځي ماموريت کې برخه اخيستې وه. خو په افغانستان کې دا د ده لومړی ماموريت دی. ده په پنجوايي کې د مليکانو له وژلو وروسته ځان تسليم کړ،اسوشیېټد پرېس خبري اژانس وايي، چې د کانګريس يوې سرچينې ورته وويلی دی، چې دا عسکر، چې د واشنګټن د سترايکر برج د سيمې اوسېدونکی دی، يوه نيمه مياشت دمخه د کليو د ثبات پروګرام ته ګومارل شوی و. دی افغانستان ته د ډسمبر په درېمه واستول شو،دامریکایی عسکر دغه جنایت کارانه او حشیانه عمل په داخل او خارج کی په کلکه غندل شوی دی اودبیلا بیلو عکس العملونه سره مخامخ شوی دی

ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د امريکايي سرتېري له خوا د ملکي خلکو وژل سم دستی وغندله او دا کړنه يې قصدي انسان وژنه وبلله،د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د کب ٢١مه) رسنيو  ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېري له خوا د ملکي خلکو وژنه ترور او نه بښونکى عمل وباله،حامد کرزي د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت به د دغې پېښې په اړه له امريکايي لوري سره جدي خبرې وکړي او بې پوښتنې به يې پرې نه ږدي،د افغانستان مشرانو جرګې دسه شنبه په ورځ په کندهار کې د یوه امریکايي پوځي له لوري د بې ګناه ملکیانو د وحشیانه قتال په اعتراض کې خپله غونډه وځنډوله او د امریکايي بریدګي عمل یې د نه زغملو وړ وباله،د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار د مشرانو جرګې د غونډې له تالار څخه د وتلو په مهال خبریالانو ته وویل: امریکايي پوځیان داسي جنایتونه کوي چې سره پوځ هیڅ وخت نه و کړي،مسلمیار د افغانستان د ټولو ولایتونو له ولایتي شوراګانو وغوښتل چې خپل دفترونه بند کړي او له دوی سره ځانونه د کندهار د خلاکو په غم کې شریک کړي،سناتورانو وویل، چې په دې پیښه کې ښکیل امریکایی سرتیرې باید په افغانستان کې دننه په علني ډول او د هیواد د قوانینو په رڼا کې محاکمه شي پرون د افغانستان ولسي جرګې هم ورته غوښتنه کړې وه، ویلي یې و چې د دې حملې عامل دې د افغانانو په مخکې محاکمه او په سزا ورسول شي،خو پینتاګون سمدستي د افغانستان د ولسي جرګې غوشتنه رد کړه، ویې ویل چې امریکا له افغانستان سره تړون لري چې پراساس یې امریکايي پوځي د جرم په صورت کې د امریکا د پوځ د قضايي مقرراتو پراساس د امریکا د پوځ له لوري محاکمه کېږي.

ولسمشر بارک اوباما، د (ې کی ای) تلویزیونی چینل ته دخپلو خبرو په طرز کی ویلی دی جی دکندهار پیښې دده زړه مات کړی دی او ویلی یی دی چی دا ډیره غمجنه پیښه وه  بار ک اوباما همداراز ویلی دی چې له افغانستانه به نړیوال ځواکونه په وتلو کې مسوولانه چلند وکړي. افغانستان به په داسي حال کې پرې نږدي چې دا هیواد بیا د تروریستانو لاس ته ولوېږي او په دې هیواد کې د تېرو لسو کلونو پرمختګونه او بریاوې بریادې شي

اوباما وویل چې نړیوال ځواکونه باید ډاډه شي چې افغانان خپلې پولي ساتلی او امنیت ټینګولی شي او دې هیواد ته د القاعده د بیا تګ امکان نشته،ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دسه شنبه په ورځ دا هم  وویل چی: د امریکا متحد ایالتونه دا مسله هومره جدي ګڼي لکه څرنګه چې دغه پوځي زموږ خپل امریکایان وژلي وي او زموږ خپل ماشومان یې قتل کړي وي، ده همداراز وویل چې دا پیغام یې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته په ټېلفون کې هم رسولی دی،په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا وویل، که پر امریکايي پوځي د شپاړس تنو بې ګناه ملکیانو قتل ثابت شو، ممکن هغه اعدام شي،کله چې له پنیتا څخه وپوښتل شول چې دغه پوځي په خپله له وژنو وروسته ځان تسلیم کړی نو په دې کې د جرم د اعتراف لپاره نور څه پاتې دي، ده وویل ما ته هم دغسي ښکاري چې قضیه همداسي ده،د امريکا د دفاع وزارت ويندوی جورچ ليټل ويلي، دا به نامناسبه نه وي، چې د تحقيقاتو تر بشپړېدو مخکې د دغه کس هويت افشا نه شي،کله چې له ليټل څخه وپوښتل شول چې ايا امريکايي پوځي به د محاکمه کېدو لپاره افغانستان ته وسپارل شي، ده وويل: ″د امريکا متحد ايالتونه له دا ډول جرمونو سره جدي چلند کوي،د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن دتیری دوشنبه وویل چې د یوه امریکايي پوځي له لوري د بې ګناه افغان کلیوالو وژنې ټکان ورکړ او سخته یې خوابدې کړه،نوموړی ویلی دی ،دا زموږ فطرت نه دی او د امریکا متحد ایالتونه په دې ژمن دي، له هغو کسانو سره محاسبه وکړي چې مسوولیت په غاړه لري،مېرمن کلنټن ویلی دی، حتی تصور نه شي کولی چې هغه کورنۍ به څومره دردېدلې وي چې ماشومان یې په دې حمله کې وژل شوي دي،دې همداراز ویلی دی چی:دا وحشتناکه پېښه د افغانانو د ساتنې او د غښتلي او باثباته افغانستان د جوړولو لپاره زموږ مضبوطه اراده نه بدلوي. موږ منو چې داسي یوه پېښه د توضیح وړ نه ده او یقیناً ډېرې پوښتنې به راپورته کړي چې باید ورته ځواب وویل شي. خو زه هیله لرم چې په افغانستان او نوره نړۍ کې هرڅوک په دې پوهېږي چې د امریکا متحد ایالتونه د ثبات، امنیت، سوکالۍ او یوه دیموکراتیک دولت  لور ته د افغانستان په وړلو کې ژمنه ده. پای


March 14th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات